تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2025-01-09T23:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

ښاغلی اعظم خان سیستانی صاحب!

هغه پښتون تباره چی په خپله ملی، ملتی، جنتی افغانی پښتو، یعنی د خپلو پلرونو او نیکونو او سترولس په ژبه نه پوهیږی او یا ورته بی تفاوته ښکاری، تر داسی بی ننګه اوبی پښتو پښتون تباره، پنجابی شرف لری، ځکه چی په پنجابی باندی خپله ژبه دومره ګرانه ده چی په نورو ملیتونو لکه پښتنو او بلوڅو باندی یی تحمیلوی.

هغه پښتون تباره چی په پښتونواله یعنی د پښتنی ژوند په کود، او معاشری به دود او دستور او اصولو اعتقاد ونلری، په داسی بی ننګه، پی پښتوګۍ، قام شرمی باندی، یو پنجابی ډیر شرف لری.

ځکه پر بنجابی خپل پنجابی توب ډیرګران او مقدس دی.

هغه پښتون تباره چی د خپلو سترو مشرانو او مخصوصا هسی زعیمانو او لار ښودانو چی خپل تول عمر یی سر تر پایه د پښتو ژبی د حق د ګتولو دپاره او پښتون ولس د سرلوړۍ دپاره وقف کړی او د خپل ملی هدفونو د ګټلو د ارمان ملنګ وی، په قدر او عزت او حرمت نه پوهیږی، پنجابی خو څه کوی، پرهعه باندی پنجسیری غلام بچه هم شرف لری.

افسوس چی پښتنی نزاده بی ننګه او بی پښتو واکدارانو د تیمورشاه نه نیولی تر نن ورځی پوری ( د امیر شیرعلی خان) نه  پرته تر د پښتو ژبی او پښتونوالی سره که سدوزی دی، که بارکزی او که محمد زی، پوره خیانت کړی دی.

تیمورشاه زموږ د شاهنشاهیت مرکز، د ایرانی قزلباشانو او د خپلو ایرانی خسرګنیو په مشوره له لوی کندهاره، کابل ته منتقل کړ.

تیمورشاه زموړملی پښتو ژبه یی د دربار نه وویسته، او فارسی ژبه یی د دربار ژبه وګرزوله.

د تیمور شاه د دربار ټول مشاورین او میرزایان، ایرانی قزلباشان وه.

تیمورشاه د ایرانی قزلباشانو کورنۍ په چنداول کی میشته کړل. په نتیجه کی هغه پښتون تباره که پوپلزی وه، که بارکزی، که محمد زی وه که سدوزی، که ناصر وه او که نور دخپل فرهنګ نه فاصله ونیوله او د خپل فرهنګ دشمنان شول.

په کابل کی چی به د احمد علی خان درانی زوی موږ ولیدو، نو د سپی په څیر به یی په غپا  شروع وکړه چی «افغانه ګفتم راشه، چبلی به پایش باشه ...»

به کابل کی د «افغان غول او افغان خر» ښکنځلی او شعارونه، معمول او طبیعی خبری وی.

ددی ټولو بی شرافتیو به مقابل کی زموږ يواخنی ملی زعیم ودرید، تر دی چی د هیواد پادشاه ته یی هم وویل چی غیر له خپلی ژبی به در سره به په ژبه خبری ونکړم او ترمرګه به خپل هود ولاړ وه

نو خکه علامه رشاد بابا وایی چی:« د افغانستان په معاصر تاریخ کی پښتنو دوه مشران درلودل: پاچا خان او مفکر محمد ګل مومند»

لوی استاد پوهاند رشتین صاحب د بابا د تدفین به مراسو کی وویل چی«مفکر محمد ګل مومند ددی زمانی خوشحال خان خټک وه»

دا چی د هیواد ستمی حلقی او د پښتنو مادر زاده دشمنان دده پسی غاپی یو علت یی دا دی چی بابا په زرګونو پښتنی کورني شمالی صفحاتو ته منتقل کړی.

دوهم دا چی بابا  د اعلحیضرت نه فرمان واخسته چی پښتو ژبه به د هیواد لمړی او فارسی به دوهمه ژبه وی.

له بده مرغه په پښتنو کی هم د سقو زادګانو په څیر داسی سپی پیدا کیږی ، چی د پښتنود دمیرڅمنو په لمسه ددی ستر مشر او بابا د شخصیت په تخریب کی برخه اخلی، خو زموږ د ملتی ژبی هغه متل دی چی «سیند د سپی په خولی نه مرداریږی.»

لوی خدای دی موږ له بی پښتوګۍ یعنی ملی بی فرهنګۍ نه وساتی.

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 10.01.2025 07:28 توسط  
آخرین اصلاح در 10.01.2025 10:44 توسط 1073741823