تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2025-03-09T23:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​محترم ورور حفیظ الله خان خالد صاحب!

هیله ده زما سلامونه او نیکی هیلی و منۍ

نن ورځ می ستاسی مقاله د «معرفی یک افغان- افغانستان دوست» تر عنوان لاندی په افغان جرمن کی ولوسته چی د محترم انجنیر قیس کبیر په مورد کی مو لیکله وه.

دی کی شک نشته چی قیس جان وطن دوسته سړی دی او د همداسی وطن پالنی د شعور لاندی یی په جرمنی ژبه د ویب سایت تیږه کیخوده.

ولی ستاسی مبارک ذهن نه هیر نشی چی د افغان جرمن د وطنی ژبو یعنی جنتی- ملتی افغانی پښتو ژبی او د هیواد د دوهمی ژبی یعنی دری لمړۍ تیږه، مرحوم، مغفور، جنت مکان استاد نوری کیخوده.

استاد نوری د یوی خوانه د دری ژبی استاد وه او له بلی خوا هغه خورا وسیعه روابط د پوهو او قلم خاوند وطنوالو سره درلودل، او دا د قلم خاوندان یی وهڅول چی په وطنی السنه د افغان جرمن سره قلمی مرسته وکړی، نن چی تاسی د وطنی السنی لیکوالو مضامین او لیکنی ګوری، دا د استاد نوری برکت دی.

به هغه مهال استاد نوری د انجنیر عطایی صاحب نه هیله وکړه چی قیس جان کبیر سره د وطنی ژبو په زده کړه کی مرسته وکړی، چی په نتیجه کی شکر قیس جان په وطنی ژبو کی هم تسلط پیدا کړی دی چی د خوښۍ خبره ده او د استاد نوری برکت دی.

ما اخلاقا و غوښتل چی د افغان جرمن د وطنی ژبو مؤ سس، استاد نوری، نورالله مرقده یادونه وکړم، تر څو د هغه د معنوی حق په ارتباط بی انصافی و نشی.

مننه او پر مخ مو ګلونه

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 10.03.2025 17:45 توسط  
آخرین اصلاح در 10.03.2025 18:16 توسط 1073741823