سلامونه
پداسی یو حالت کې چې انجینر صاحب کبیر د ناروغۍ په بستر پروت دی، د غروال صاحب له سپکوسپورو او ناروا تورونو نه ډکه لیکنه نه یوازی دا چې د قلم او لیکلو د حرمت خلاف کار دی بلکه خپل دنظر مخالف ته “بی وجدانه” او “بی تربیې “ خطاب کول ، اخلاقی اصولو او زموږ افغانی دودونو ته هم سپکاوې ده .
عجیبه دا ده چې لس کاله چې جناب غروال صاحب افغان جرمن ویب پاڼې کې ليکنې کول هیڅ کومه خبره نه وه ، مګر اوس هغه ویب پاڼه کمونیستی شوه.
زه غروال صاحب ته احترام لرم، یو ورځ مو له نږدې هم سره لیدلي او خوږ مجلس مو سره درلود ، زما پهآند هر څوګ کولې شي خپل نظر د ادب او متقابل احترام په چوکاټ کې بیان او حتی یو چا باندی نیوکهوکړي مګر توهین، او سپکې سپورې لیکل یو مدبر او پوه مشر ته نه ښائي.
زه د آریانا افغانستان د ویب پاڼې له درانه چلوونکو نه په درناوي هیله کوم چې حساس حالت ته په کتو دغروال صاحب د سپکو سپورو نه ډکه لیکنه له ویب پاڼې لرې کړي.
درنښت
خالد