سلامونه
ښاغلي غروال سره لکه پاکستاني ملایانو ټاپې جب کې تیار موجوده ده، او هر چا باندی په آسانۍ ټاپه لګۍ، هغه افغان جرمن آنلاین کمونیستي ویب پاڼه بولې، مګر ښائي د بیلګې په توګه د همدی وروستي۳ ورځې د دوه و خپور شوو مقالو عنوانو کافی دي چې د ښاغلي غروال ښکرلرونکي درواغ ټولو ته جوته شي.
۱- د مارچ اتمه ، د مقالی عنوان : داکتر نجیب الله مشهور به قصاب کابل .
۲ - د مارچ ۱۱ د مقالی عنوان : مرحله نوین انقلاب ثور تخریب نماد های ملی
، آیا یوه کمونیستي ویپ پاڼه داسې وي؟ افغان جرمن ویب پاڼې کې د قلم حرمت ته په احترام هر چاته دخپل نظر د بیانولو موقع شته ، حقیقت دا ده کله چې ښاغلی غروال، افغان جرمن کې له څو وارې یادونېنه چې خپل لیکنو کې د قلم حرمت او ادب مراعت کړي مګر هغه د خپل عادت او مرض له مخې خپلولیکنو کې سپکې سپورې، نورو باندی رنګارنګ ټاپې او تورونو ته ادامه ورکړو ، په پای کې د افغانجرمن مشرتابه وپتیل چې د هغه ویپ پانې د بیطرفۍ د اصولو د ساتنې او نورو افکارو ته د احترام پهخاطر دې ښاغلي غروال ته د توهین آمیزه او د سپکو سپورو نه ډک لیکنې اجازه ورنکړي ، بس لههماغې ورځې نه افغان جرمن کمونیستي ویب پاڼه شوه ، بی له شکه که اریانا افغانستان هم د هغهسپکې سپوری خپور نکړي پدې ویب پاڼې به هم رنګ رنګ ټاپې ولګي . د ښاغلي غروال بل ښکرولدروغ:
هغه په ما تور پورې کړې چې ما آریانا افغانستان ویب پاڼې باندی امر کړی چې هغه د توهین آمیزهلیکنه له ویب پاڼې لری کړي حال دا چې ما په ډیر احترام لیکلي
( زه د آریانا افغانستان د ویب پاڼې له درانه چلوونکو نه په درناوي هیله کوم چې حساس حالت ته پهکتو…)
غروال زما احترامانه هیله امر بولی، قضاوت به ګرانو لوستونکو ته پریږدو.
زموږ خلکو کې دا میړنتوت او غیرت سته چې په سختو حالاتو کې حتی دښمن سره خواخوږي ښیي،زهخو پدی آند یم چې دواړه ویب پاڼی ملی دریځ لري او خواه پخواه روان دي، پداسی یو بد حالت کېانجینر صاحب کبیر باندی د رنګارنګ تورونو ته زمینه برابرول ښائي مناسب کار نه وي.
ما نن د ښاغلي غروال پخواني کومینتو ته یو ځلانده نظر واچوه ، باور وکړۍ ما یو مثبت نظر او علميتحلیل د هغه په ټولو کومینتو کې پیدا نکړ له سره تر پایه یوازی احمد او محمود ته کمزا ، بدورد ، تورونهاو ټاپې وې .
ښاغلی غروال لیکلي زه د ډاکتر نجیب وخت کې ديپلومات وم، هو زه یو مسلکي ديپلومات وم چې دشهید داود خان په وخت کې مې د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځې او د خارجه چارو د وزارتدپلوماسی انستتیوت لوستې ول، زه کوم پنچرمن یا دولسم پاس نه وم، ماسره خارجه وزارت کې د استادعبدالروف بینوا په شمول د شهید داود خان دې وخت ډیر جګپوری کسان حتی سفیران ول.
ما خو په خپل مخکني لیکنی کې ښاغلي غروال سره خپلې کتنی ته یو اشاره وکړه اوس مجبور شوم ټولحقایق ووایم.
څو کاله مخکې ښاغلي غروال غوښته چې یو نوی حزب جوړ کړي ، ماته یې هم خپل نوي حزب کې دغړیتوب بلنه راکړه او چای څښلو تې یو رستورانت ته میلمه کړم، ها د چا خبره غر ، یې راته غوښه اوسیند یې راته شوروا کړ، خو ما کوم حزب کې غړیتوب نه غوښته بیا هغه هم بیا یو داسی حزب کې چېیو روحی مریض د هغه مشر وي، خو له بلی خواه هغه زه رابللې وم، او ماته ېې کیک او خوږې هم برابرکړې ول هغه میلمه پالنی ته د احترام له وجې ما هغه ناستی کې منفې ځواب ورکړ او تر ډیره وخته هغهته مې د نن او سبا پلمې کاوه تر څو هغه پوه شو او وروسته له هغه ټاپې لګول یې پر ما پېل کړ، رښتیا دناستی د کوربه په توګه د کیک او چایو پیسې هم ښاغلې غروال ورکړ ، کور یې ودان، وروسته خبر شومچې هغه حتې پدی بریالی نشو چې ۵ نفره هم خپل نوي حزب ته جذب کړي.
په هر حال ښاغلي غروال سره دا زما وروستی لیکنه ده ، ځکه یو داسی انسان سره چې ناروا تورونهټاپې او سپکې سپوری د هغه عادت او مرض ګرزیدلې اصلا بحث کول لازم نده، ما په همدی موضوعیک ورځ مخکې له جناب مؤمند صاحب څو ورځې مخکې له محترم آریا سره هم بحث درلود مګر ټول دمتقابل احترام او یو بل نظریاتو ته د درناوې په فضا کې ترسره شو ، سره د نظر اختلاف موږ اوس همیو بل ته احترام لرو.
په پای کې زه د ښاغلي غروال ته د ټولو سپکو سپورو او ما باندی د ناروا تورونو او ټاپه وهلو سره سره ، هغه ته دروغتیا دوعا کوم.
په درنښت
خالد