تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2025-04-12T22:00:00Z

اسم

عبدالباری جهانی

محل سکونت

ویرجینیا

تبصره

​ښاغلی محترم داکترصاحب محمداکبریوسفی سلامونه او احترمات. له تبصرې څخه مو مننه. تاسي ښه تکي ته متوجه سوي یاست. له بده مرغه چي موږ افغانانو  له افسانو سره عادت پیدا کړی دی او هغه څه چي مو په مکتب او پوهنتون کي زده کړي یا اورېدلي دي هغه مو منلي او منو یې . زه یقین لرم چي تاسي به سید افغاني د نیچیریه رساله، چي د ده یوازینی علمی اثر دی، لوستی وي. په دې رساله کي په هغه اندازه علمي او تاریخي اشتباهات موجود دي چي د یوه عالم لپاره یې امکان موجود نه دی. مګر که څوک پر هغی رسالې باندي منفی تبصره وکړي حتما له داسي عکس العمل سره مخامخ کیږي چي پر خپل اظهار نظر به پښېمان سي. تاسي ته ښه ژوند او روغتیا غواړم. په درناوي.

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 13.04.2025 20:42 توسط  
آخرین اصلاح در 13.04.2025 21:47 توسط 1073741823