تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2025-05-05T22:00:00Z

اسم

صحرائی

محل سکونت

کلیفورنیا

تبصره

​ښاغلی محترم مومند صاحب!

ستاسی حضور ته د سلام او احترام د وړاندی کولو  وروسته، مننه، چه زه مو په یاد وم. ستاسی یادونی د دی نوی «لیکوال»، په باب چی د کوم «امیر» او «پاچا» عشق، ده ته داسی تخیلونه ورته ژوندی کړی، چی نه یوازی نوی نظری اختراع کړی، بلکه د هغه «محبوب» د پاره نه یو اځی یو کور آباد کړی چی  «زر» دروازی لری. او کله چی د «جهنم دروازه» (دوږخ) هم کشف کړی، دا نوی پیژندنه «بشریت» ته لویه مبارکی ده. څه موده مخ کی د ده د «محبوب امیر او پاچا»  د کورنی او یا د «ټبر» یوه ښځه د نوبل د جایزی د مختخر کیدو د پاره کاندیده سوی وه. خو نا امیده سوه. اوس باید دا نوی «نابغه» او «مخترغ» د «تخیل د جنت خاوند» باید ځان د «نوبل» جایزی ته د همدی حامیانو په کمک «کاندید» کړی. تاسی لیکلی چی دی «پښتون» دی. ما ته د قندهار د ښار د وړکتوب  او د بلوغیت دوره را په یاد سوه چی موږ به د خپلو هم صنفانو سره ډول ډول ټوکی او ټکاری درلودی. د «جنت» او «دوږخ» د «چرسیانو» او د «ملایانو» قصی، «د صراط پل»  او داسی نور او هم دا چی آیا «چرس حلال دی که  حرام» یوه ورځ کوم «څرسی» د  کوم «ملا» څخه پوښتنه کړی وه چی «چرس حلال دی که حرام» هغه «ملا» ورته ویلی چی «حلال دی. چرسی په ډیره خوښی او په بیړه خپل انډیوالان چی د «چلم»  یاران وه، راټول کړی او هغو ته یی دا د خوښی خبر رسولی، ځينی خوښ او ځینی، بی باور سوی وه. یوه  چرسی په ځواب کی ورته ویلی چی «په ملایانو کی هم کوم مسلمان سته» اوس هم په «پښتنو» کی به هم داسی، «چور لیونی» به موجود وی. په درناوی. صحرائی.

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 06.05.2025 13:46 توسط  
آخرین اصلاح در 06.05.2025 22:56 توسط 1073741823