جهانی صاحب ته تبریک او د ژور معذرت عرض او څرګندونه
پیاوړی محقق او مؤرخ استاد جهانی صاحب!
لمړی تاسی ته ددی نوی مقالی چی د امانیزم او امانیست په ارتباط یوه علمی او منطقی طلایی لیکنه ده، تبریک وایم.
کاذب محققین او اقتضاء پرسته فرعون مزاجه مورخین دی نر شی او ستاسی په څیر دی تحقیقی او تاریخی او واقع بینانه او د انفسی انګیزو څخه ،پرته لیکنی وکړی.
خو:
این خیال است و محال است و جنون
محترم جهانی صاحب ! زه د زړه له کومی د هغه کلماتو د استعمال نه معذرت غواړم، چی ستاسی په عنوان می لیکلی و، بدون له شکه دا زما په بی عقلۍ دلالت کوی.
څرنګه چی تاسی باندی د خپل ملی مطبوعاتی خدمت، د تحسین او مرحبا او حبذا پر خای د انګلیس توب او خلقی توب ټاپی لګیږی چی دی ظلم او اجحاف، مخاطب د ظلم لاندی راځی، نو د ظالم او مظلوم او مظلومیت خبره پورته کیږی.
باور وکړۍ چی زه به خپله د افغان جرمن په ویب سایت د داسی مظلومیت سره مواجه شوی یم، او د هغه ویب سایت واکدارنو زما د تظم چیغو ته غوږ کښینښود.
په هر صورت ته د علم او ادب یو خلانده داسی ستوری یی چی ثانی دی نه لیدل کیږی.
یو ځل بیا درنه معذرت غواړم او که چیری زموږ په خوا راشی، یو ښه رستوران کی به دی ملمه کړم.
پر مخ ګلونه، ژوند، ژوند، ژوند