ښاغلی محترم مومند صاحب!
لمړی سلام او احترام وړاندی کوم!
ستاسو او د ښاغلو «جلیل زاد» او «یونس» د مناقشو څخه داسی انځور اخستل کیدای سی، چی تاسی هر دری، لکه څنګه چی لازمه ده ممکن د «دیورند» د کرښی په اصلی عواقبو باندی، یا نه یاست پوهیدلی او یا دا چی دومره تکلیف پر ځان نه قبلوی چی در «قلمرونو» او د سیاسی«حاکمیتونو» په ماهیت ځان او یا نور کسان پوه کړی. آیا کوم وخت مو د ځان څخه پوښتنه کړی وه، چی «آزاد قبایل» او د «محکوم پښتونستان» د اوسیدونکو وضعیت د برتانوی هند او د افغانستان د پاچاهی له نظرونو او موقفونو په ړنا کی، څه فرق درلود. او هم دغه قابل د کوم حکومت له خوا اداره کیدله او اوس څنګه اداره کیږی. د دوهم نړیول جنګ څخه وروسته، «آزاد قبایل» د څه ډول حکومت له خوا اداره کیدله. او اوس «پاکستان» په تیره بیا پدی زیات تر ۵۲ کلونو کی، د قبایلو پر خاوری باندی، څه حالات راوستی دی. په درناوی، صحرائی.